جوزجان کې دوه تنه د خپلسريو کيندنو په جرم ونيول شول
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايى، د يلتيګرمان تيپه تاريخي تپه کې يې دوه تنه د خپلسريو کيندنو په جرم ونيول٠
مسوولين وايي د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ دوه تنه چې د چوباش قريې اوسيدونکي دي، له څو ورځې راپديخوا يې د يلتيګرمان تيپه په تپې کې خپلسرې کېندنې کولې ، نن لاس په لاس ونيول شول، او امنيتي مسوولينو ته په لاس ورکړل شول ٠
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رٸيس مولوي سيف الدين معتصم وايي، تاريخي ابدات او سيمې د هيواد له فرهنګي ميراثونو څخه شميرل کيږي، او څوک يې هم په غير قانوني ډول د تخريب حق نلري٠
نوموړى وايي دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو کلتور رياست تر دې وړاندې په مکرر ډول د ټولنيزو رسنيو له طريقه اعلان کړى، چې په تاريخي ځايونو کې خپلسرې کيندنې او د نايابه مرغانو ښکار جرم شميرل کيږي، او خلک دې له دا ډول کړنو ځان ساتنه وکړي٠
تېر کال هم په جوزجان کې څو تنه د نايابه مرغانو د ښکار او خپلسريو کيندنو په جرم نيول شوي وو٠
١٤/٨ /١٤٤٤ ه ق
١٦/١٢/١٤٠١ ه ش
