د کندهار او بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د نیالګيو ايښودلو لړۍ پیل شوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۳:۵۴
....

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور احمد سعيد او د یاد ریاست مرستيال ملا شمس الله صمیم له خوا په یاد ریاست کې د نیالګيو ايښودلو لړۍ پیل شوه، چې پر مهال یې د ریاست نورو مامورينو هم ګډون درلود.
ښاغلي سعيد وویل، چې د نیالګيو ايښولو لړۍ به دوام ولري، په نږدې  راتلوونکي کې به په ځينو تاريخي ځايونو او همدارنګه  تاريخي ابدو ته څېرمه سيمو کې هم د نيالګيو ايښودلو چارې پيل شي.
نوموړي د نیالګيو د ساتنې په برخه کې د ولسي وګړو همکاري اړينه وبلله.
د یادونې وړ ده چې په بغلان ولایت کې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري د نیالګیو ايښودلو کمپاین ترسره شو.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیر محمد پيوند آمین وایی، چې د رضاکاره ځوانانو په مرستې د پلخمري، په فرحت غونډۍ کې څه باندې دوه سوه نیالګي د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري وکرل شول څو نور خلک او ځوانان هم وهڅول شي، چې د هېواد د ښېرازۍ په موخه نیالګي کینوي.
په ورته مهال دبغلان اوسېدونکي، د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري د نیالګیو ايښودل د هیواد د ښیرازۍ په برخه کې یو ښه ګام بولي او غوښتنه کوي چې د چاپیریال ساتنې ادارې سربیره ښاروالۍ ریاست او عام خلک په ښه توګه د ايښودل  شوو نیالګیو څخه ساتنه وکړي څو وچ نه شي.

۱۴۴۴/۸/۱۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۴ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

BACK TO NEWS