د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس جلګې ولسوالۍ ته د کلتوري وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
....

تیره ورځ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنگ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د جلګې ولسوالۍ د کلتوري وضعیت د ارزونې په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د جلګې ولسوال مولانا شمس الرحمن خالد، د استخباراتو مدیر او قومي مشرانو سره په دغه ولسوالۍ کې د کلتوري وضعیت د لاښه کېدو په موخه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کلتوري وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې د حکومت ترڅنګ د ولسونو مسؤلیت هم دی.

نوموړي په یرم علیا او خواجه هجران زیارت سیمو کې ځايي قومي مشرانو، د کلیو ملکانو او ځوانانو سره د جلګې د کلتوري او ټولنیز وضعیت د هر اړخیزې ودې په لارو چارو هم خبرې وکړې او  د مسؤلینو تر څنګ یې له ولسي خلکو وغوښتل چې د خپل هیوادني مسؤلیت له مخې دې په خپلو سیمو کې د تاریخي میراثونو د ساتنې مسؤلیت ته ژمن پاتې شي، تر څو لرغوني او کلتوري میراثونه  د تخريب او له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د جلګې ولسوالۍ مسؤلینو، ځوانانو او ځايي مشرانو ژمنه وکړه چې د کلتوري میراثونو د ساتنې سربیره به هڅه وکړي څو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت ښه لوري ته بوځي او مثبت بدلون به پکې راولي.
۱۲/۸/۱۴۴۴ ه ق
۱۴/۱۲/۱۴۰۱ ه ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

نیمروز کې د اسلامي معلوماتو سيالي تر سره او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د اسلامي معلوماتو (عقايدو، سيرت او فقهې احکامو) سيالۍ ترسره شوه او لسګونه تنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS