افغان تور دولتي شرکت د نورستان مرکز پارون کې سياحتي زانګو جوړوي

wali_admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۳
ننننننن

د اطلاعاتو او کلتور وزارت افغان تور دولتي شرکت له لوري د نورستان ولايت مرکز پارون کې په ۱۵۰۰ متره اوږدوالي سره سياحتي زانګو جوړيږي. دغه سياحتي زانګو له يوه غره څخه تر بل غره پورې په لوړه ارتفاع جوړيږي، چې د سيمې هيوادونو په کچه به لوړه او اوږده زانګو وي. یاده زانګو به د افغان تور دولتي شرکت له داخلي منابعو څخه په کار اخیستنې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټيوټ په تخنيکي همکارۍ جوړه شي. د یادولو وړ ده، چې افغان تور شرکت يو دولتي شرکت دی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو لپاره په افغانستان کې د نوښتونو او سهولتونو په برابرولو بوخت دی، څو سيلانيانو ته د ميلې او چکر لپاره داسې ځايونه په نښه او برابر کړي چې دوی له خپلو میلو خوند واخلي. ۱۴۴۴/۸/۱۰ هـ ق ۱۴۰۱/۱۲/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

BACK TO NEWS