بغلان کې د خبریالانو لپاره مناسب کاري شرایط برابر شوي
یادې څرګندونې نن دوشنبه بغلان کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ناسته کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس ښاغلي عبدالقدیم ویاړ وکړې، نوموړي وویل، اوس تر بل هر وخت بغلان کې د رسنیو او خبریالانو د خبري فعالیت لپاره مناسب کاري شرایط برابر شوي چې ورسره اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی دی.
ویاړ ټینګار وکړ چې د بغلان د خبریالانو د ظرفیت لوړونې لپاره لنډمهال او اوږدمهال پروګرامونه په پام کې لري چې ژر به خبریالان ترې برخمن شي.
په یاده ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د بغلان خبریالان سره له دې چې د اقتصادي ننګونو په شتون کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، د ژورنالیزم په برخه کې روزنیزو او د ظرفیت لوړولو لنډمهالو پروګرامونو ته اړتیا ده، څو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه دا اړتیا درک او د سیمینارونو د نشتون تشه ډکه کړي.
په ورته مهال د تنویر د رسنیز ګروپ مشر حارث سیار وایي، چې اسلامي امارت دې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو سره په همغږۍ د خبریالانو او رسنیو اقتصادي او کاري ننګونې درک او د حل لپاره خپلو امکاناتو ته په کتو لازم اقدامات ترسره کړي.
۱۴۴۴/۷/۲۹ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱ هـ ش
