د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام:

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۷:۱۲
اطلاعات

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د بيان ازادۍ او د ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه د راډيويي رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته ژمن دى.
راډیو یوه له هغو ځانګړو رسنیو څخه ده، چې د حقایقو په انعکاس او خلکو ته د خبرتیا، کره او چټکو معلوماتو په وړاندې کولو او د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په وده او په ځانګړې توګه د افغانستان په جغرافیه او لرې پرتو سیمو کې مهم او اړین رول لوبولی دی. 
دا مهال له (۳۶۷) څخه زياتې كورنۍ رسنۍ، چې له (۲۰۰) څخه يې  زياتې راډيويي رسنۍ او (۱۴)  یې بهرنۍ رسنۍ په دايمي توګه په فعاليت بوختي دي، اوسمهال (۲۵۰) رسنۍ له (۸۰۰) زيات بهرني خبريالان لري، او افغانستان ته د دې لپاره راغلي چې واقعیتونه منعکس کړي، د ا.ا.ا.  د دوی لپاره د یو ښه بنسټ جوړ کړی او د دوی امنیت یې ډاډمن کړی دی.
له بده مرغه یوازینۍ ستونزه چې ټولې رسنۍ یې اغیزمنې کړې، او د دوی د زوال لامل کيږي، اقتصادي ستونزه ده.
۱۴۰۱/۱۱/۲۴ هـ ش
۲۰۲۳/۲/۱۳ م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS