د بیهقي ریاست د کتابونو د کره کتنې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

rahmatullah
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۹:۱
نړیوال


نن پنجشنبه ۱۴۴۴/۷/۱۱ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیهقي ریاست کې د بیهقي رئیس مولوي عبدالحلیم ځانواک په مشرۍ د کتابونو کره کتنې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه، چې پکې د یاد وزارت د ویب سایټ او نشراتو عمومي آمر مولوي رحمت الله نړیوال، د کتابونو د چاپ او خپراوي آمر ښاغلي حمیدالله ویاړ او د کمېسیون نورو غړو ګډون درلود.
غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، د بیهقي ریاست لخوا چاپېدونکو څو بابه کتابونو کره کتنه وشوه، د کره کتنې په پایله کې هغه کتابونه چې له اسلامي ارزښتونو، افغاني عنعناتو سره سم او د املاء او انشاء له پلوه غني ول، چاپ ته ولیږل شول او کومو کتابونو چې نېمګړتیاوې درلودې، خپلو مسئولو اشخاصو ته د اصلاح په نیت ولیږل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS