اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

rahmatullah
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۲۱:۲۷
د کتابونو ارزونې کميسیيون نوبتي غونډه

نن دوشنبه ۱۴۴۴/۶/٢٣ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د نشراتو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ په یاد معینیت کې د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست رئيس ځانواک مفتي زاده، د دفتر رئيس شفيق احمدزي، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو هيوادونو د تحصيلي اسنادو ارزونې او معادلت رياست رئیس مولوي احمد تقي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ.
غونډه چې د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پیل شوه، د کمېسیون یو شمېر غړو چې تېره اونۍ يې د کابل په بازارونو کې د کتابخانو نظارت کړی ؤ او څو عنوانه کتابونه يې ترې راټول کړي وو، وويل د تېرې اونۍ نظارتي ګرځېدلو څخه معلومه شوه چې په بازار کې اوس هم د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي منافعو سره په ټکر کې کتابونه موجود دي، دوی زیاته کړه، هغه کتابخانې او ناشران چې د بیهقي ریاست له لوري د ورکړل شوې طرحې خلاف نشر او پلور کوي، له هغوی سره باید ناستي پاستي وشي او د نه نشر او پلور توصیه ورته وشي.
همدا راز په یاده غونډه کې د څو بابه بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم کتابونه چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره برابر ؤ، د نشر او پلور اجازه ورکړل شوه او يو شمېر ديني کتابونه د دقيقې ارزونې په موخه د ارشاد، حج اوقافو وزارت ته وليږل شول.
د غونډې په پای کې ځینې کتابونه چې د تیرې اونۍ د نظارت په جريان کې له کتابخانو څخه راټول شوي وو، د لوستلو لپاره د کمېسيون د غړو تر منځ ووېشل شول، چې راتلونکې غونډې ته د کتابونو محتويات د اروزنې په موخه راوړي، ترڅو يې کمېسيون په اړه تصميم ونيسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS