د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د "آغا خان" د انکشافي شبکې له عمومي رئیس سره وکتل

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
moic-aka

نن سه شنبه ۱۴۴۴/۵/۱۱ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر قدرمن ملا خیر الله خیرخوا د "آغا خان" د انکشافي شبکې له عمومي رئیس ښاغلي اکبر پیستاني سره وکتل.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، ښاغلي اکبر پیستاني ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته په هیواد کې د "آغاخان" د انکشافي شبکې کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان تاریخي آبدات او تاریخي ځایونه د ټولي نړۍ مشترک دي؛   ځکه چې ټول یې لیدلو ته راځي، لهذا ساتل او ترمیمول یې هم د ټولو حق دی.
وروسته ښاغلي اکبر پیستاني له وزیر صاحب سره په لیدو خوښي وښوده او ويې ویل، چې د تاریخي آبداتو ساتل او تاریخي ودانۍ ترمیمول زموږ لومړیتوبونه دي، موږ هڅه کوو چې د هېواد په کچه تاریخي آبدات او تاریخي ودانۍ خوندي وساتو.
په پای کې خیرخواه صاحب ورته د خپل اړوند چارو کې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS