د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر د هزاره قوم له مشرانو سره وکتل
تیره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر الحاج ملا خیر الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د هزاره قوم له مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل. په پیل کې د هزاره قوم مشرانو له محترم وزیر سره په لیدلو خوښي وښوده او له وزیر صاحب سره یې د یولړ مباحثو وروسته وغوښتل، چې زموږ لاسي صنایع دي نندارتونونو ته وړاندي سي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د هزاره قوم مشرانو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، باید په ګډه یې پرمختګ ته کار وکړو، ترڅو خپل هیواد په خپله پر پښو ودروو او همدا راز یې دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. ۱۴۴۴/۵/۴هـ ق ۱۴۰۱/۹/۸هـ ش
