ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: په اوسنيو شرايطو کې د تاريخي ودانيو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې زموږ مسووليت ډېر ستر دى

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۱:۵۹
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: په اوسنيو شرايطو کې د تاريخي ودانيو او فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې زموږ مسووليت ډېر ستر دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په يوه غونډه کې، د لوى اختر ( د سرتېري اختر) په مناسبت د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته مبارکي وويله.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه، ډاکټر وفايي زاده د دغه وزارت د کارکوونکو او مسوولينو د هلوځلو چې په ناڅېزو امکاناتو سره يې د فرهنګي ميراثونو او تاريخي ودانيو د ساتنې په خاطر ترسره کړې دي، قدرداني وکړه.
هغه څرګنده کړه چې د تاريخي ودانيو، فرهنګي ميراثونو او د افغانستان د خلکو د ملي شتمنيو په ساتنه کې د ټولو هېوادوالو په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو او کارکوونکو مسووليتونه د هر وخت په پرتله په اوسنيو سختو شرايطو کې ډېر شوي دي.
هغه وويل: د ملي مسووليت د ادا کولو په خاطر بايد پر عمومي افکارو، ذهنيت جوړولو، د فرهنګ پر ساتنې او ملاتړ او د افغانستان د نظام او ملي ګټو پر دفاع، په ګډه کار وکړو.
وروسته د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي د فرهنګ او هنر د نقش په اړه معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې بايد د فرهنګ او هنر له لارې ذهنيت جوړونه وشي او هم د هېواد د فرهنګي هويت د ژوندي ساتلو په خاطر په مسووليت منونکې روحيې سره پرله پسې هلې ځلې وشي.
همدارنګه په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ: د نظام د ملاتړ لپاره بايد هره شېبه هڅې وکړو او د هېواد خلکو ته د فرهنګي پوهې زمينه برابره کړو.
هغه زياته کړه چې له اوسني سخت وضعیت څخه د هېواد د ژغورنې لپاره بايد ټول خپل ملي او ديني مسووليت ادا کړي چې د افغانستان د تاريخ پر وړاندې یې سرونه ټيټ نه وي.
دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رييسې محبوبې بابکرخېل او د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري هم خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د فرهنګي او مناسبتي پروګرامونو د ترسره کولو په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل، د فرهنګي او رسنیزو فعاليتونو په برخه کې يې د خپلې ژمنتيا او مسووليت منلو ډاډ ورکړ.

کابل/ د زمري٢ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS