محمد طاهر زهير د حيدري وجودې پر مزار د ګلو ګيډۍ کېښوده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق او د دغه وزارت يوشمېر رييسانویې ملګرتيا کوله د کابل ښار په شهداى صالحين کې د حيدري وجودي پر مزار د ګلو ګيډۍ کېښوده او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې حيدري وجودي يو تکړه شاعر او ليکوال او په افغانستان کې يو پېژندل شوى څېره وبلله او ويې ويل چې په فرهنګي برخه کې د حيدري وجودي خدمتونه د ستاينې وړ دي.
حيدري وجودي يو کال د مخه د ورپېښې ناروغۍ له امله، له نړۍ څخه سترګې پټې کړې، له هغه ګڼ اثار په ميراث پاتې دي.
کابل/ د غبرګولي ٢٥ مه/ باختر
