د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له رئیس سره وکتل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره په یوه ناسته کې د فرهنګي همکاریو پر پراختیا، د اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق الله عزیزي د فرهنګي پروګرامونو د ملاتړ، د تاریخي آثارو او میراثونو د ساتنې او ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په برخو کې له یوناما سره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز، د یوناما د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر رئیس د ا.ا.ا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته په اشارې وویل: دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې د ښه پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو او متقابلو همکاریو پراختیا کولای شي په افغانستان کې د پرمختګ او پرمختیا لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي همدارنګه د هرات له سیمه‌ییزو ادارو سره د خپل دفتر د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د یوناما دفتر هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرې همغږۍ او همکاریو زمینه برابره کړي.

۱۴۴۸/۶/۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له رئیس سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره په یوه ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

کندوز کې د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار له درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فریلانسینګ یا انلاین کاروبار په برخه کې د جوړ شوي درې میاشتني وړیا روزنیز پروګرام څخه ۳۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS