تخار کې د نګارستان پرانیسته وشوه
د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د سیمه ییزو ادارو د مسؤلینو، فرهنګیانو، هنرمندانو او د هنر او فرهنګ مینه والو په شتون کې نګارستان پرانیستل شو.
په دغه نګارستان کې د هنرمندانو له ۵۰ څخه ډېر هنري او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې شول، چې د انځورګرۍ، تجسمي هنرونو او بېلابېلو فرهنګي او هنري برخو آثار پکې شامل و، چې د افغان هنرمندانو د وړتیاوو، نوښتونو او هنري استعدادونو څرګندونه کوي.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیحالله انصاري د دغه هنري نندارتون پرانیسته د هنر او فرهنګ د ودې او پراختیا، له هنرمندانو څخه د ملاتړ، د هنري آثارو د معرفي کولو او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې یو ارزښتمن ګام وباله او د هنري استعدادونو د پیاوړتیا لپاره یې د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
دغه راز د تخار ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد وویل: هنري نګارستان کولای شي، د تخار د هنري وړتیاوو په معرفي کولو، فرهنګي او هنري فعالیتونو ته د ځوان نسل په هڅولو او په ټولنه کې د هنر د مقام په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ترسره کړي.
۱۴۴۸/۶/۱ هـ ق
