خوست مرکزي زندان کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د ۱۸۹ تنو زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (ص) د کتاب لوستنې سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري له زندانیانو څخه وغوښتل چې له موجوده فرصتونو څخه د زدهکړې، مطالعې او فکري ودې لپاره ګټه واخلي او په زندان کې د برابرېدونکو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو څخه په پوره توګه استفاده وکړي.
۱۴۴۸/۶/۱ هـ ق
