پایتخت ترمینل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۴۸
...

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوي) او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د کابل ولایت د یوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي په سیمه کې د پایتخت ترمینل په انګړ کې ترسره شوه.
په غونډه کې د ترانسپورټي شرکتونو رئیسانو، استازو او موټر چلوونکو ګډون کړی و. د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر وویل: ناوړه دودونه د کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېزې لري او د یاد فرمان د لارښوونو پلي کول او په اړه یې عامه پوهاوی د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د مسافرینو له لارې د یاد فرمان د پیغامونو او لارښوونو په خپرولو کې همکاري وکړي.
د غونډې په لړ کې د یاد فرمان او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه چاپ شوي بروشرونه، کتابچې، سټیکرونه، د سفر دعاوې، نور فرهنګي او معلوماتي مواد او هغه فلشونه چې د مشرتابه فرامین پکې ثبت شوې وې، پر ګډونوالو ووېشل شول، څو دغه پیغامونه نورو هېوادوالو ته هم ورسېږي.
د غونډې په پای کې د ترانسپورټي شرکتونو رئیسانو، استازو او موټر چلوونکو د یاد اقدام هرکلی وکړ او د عامه پوهاوي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. همداراز ګډونوالو ته تحفې او فرهنګي مواد هم ورکړل شول.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۷:۴۷
Background image

د (وروستي اتل او تمسک القضاة الأمانیة) کتابونو مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د (وروستي اتل او تمسک القضاة الأمانیة) په نومونو د ژباړل شویو کتابونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

فراه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي، پر ټوليزو رسنيو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او په لویدیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شميل احمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۰
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد له دورې څخه پاتې تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې موزیم ته د دغه ولایت د الفتح ولسوالۍ د اقتصادي جرمونو مدیریت غړي او ډلګي مشر ملا عبدالروف محمدي‌آغا د امریکایي اشغال پر. . .

BACK TO NEWS