د واټونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل مسوده په اصولو کې تاييد شوه
د واټونو د نومولو کمېسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په غونډه کې د کمېسيون غړو د واټونو د نومولو پر يو شمېر پيشنهادونو چې له مرکز او ولايتونو څخه د دولتي او غير دولتي بنسټونو له خوا کمېسيون ته سپارل شوي، بحث وکړ.
هغوى د يو شمېر واټونو د نومولو په تړاو پيشنهادونه له بيا کتنې وروسته د کمېسيون له قواعدو سره سم لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نظيرزوى د واټونو او عامه ځايونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل د مسودې په اړه توضيحات ورکړل.
ورپسې، د کمېسيون غړو له بيا کتنې وروسته؛ د واټونو او عامه ځايونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل مسوده په اصولو کې تاييد کړه.
کابل/ د غبرګولي ١١ مه/ باختر
