له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول، چې له ترلاسه کړيو زده کړو څخه په خپلو شخصي او مسلکي برخو کې ګټې واخلي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په برخه کې به نور هڅې هم وکړي.
دغه راز فارغ شویو زده کوونکو ته د ښوونیزو مرکزونو له لوري د فراغت تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.
۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق
