سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما ځوانان د ټولنې مهمه برخه وبلله او د دغه سیمینار جوړول یې د ځوانانو د دیني او ټولنیزو مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي په برخه کې مهم یاد کړ.
ښاغلي حقنما له ځوانانو څخه وغوښتل، چې له شته فرصتونو او امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه په ګټې اخیستنې سره د خپل علمي ظرفیت او د مهارتونو کچه لوړه کړي او د اسلامي نظام او خلکو د خدمت او د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي وویل: اسلامي نظام د زرګونو ځوانانو د قربانیو په پایله کې حاکم شوی او ځوانان د نظام په پیاوړتیا، د ثبات په ساتلو او د هېواد په آبادۍ کې مهم مسؤولیت لري. نوموړي د دین او ټولنې په خدمت کې د ځوانانو رول ته په اشارې سره، د دیني او عصري علومو پر زده‌کړې، د هېواد د پرمختګ لپاره د فکر، ژبې او قلم پر کارولو او د ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او اړینو مسلکونو پر زده‌کړې ټینګار وکړ.
همدارنګه، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل، چې په پوهنتونونو، ښوونځیو او دیني مدرسو کې له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه واخلي، خپل اسلامي او فرهنګي ارزښتونه وساتي او د ټولنیزې شبکې په مسؤولانه توګه وکاروي.
 په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د علم د زده‌کړې پر اهمیت خبرې وکړې او د ځوانانو لپاره یې د دا ډول روزنیزو سیمینارونو جوړول مهم یاد کړل.

۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

لوګر زندان کې د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د دې ولایت زندان کې د ۲۵۰ زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

BACK TO NEWS