ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
...

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي (ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل: دې ډول سیالیو سره زده کوونکي د نبي کریم (ص) سیرت په ښه توګه مطالعه کولای شي او د هغوی په ورځني ژوند باندې مثبت اغیز لرلی شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالیو څخه موخه د زده کوونکي هڅول او د مطالعه دود پیاوړتیا ده، همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه ورته نور روزنیز پرګرامونه هم جوړ کړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم د حضرت محمد (ص) د سیرت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: پر ټولو لازمه ده، چې د حضرت محمد (ص) سیرت مطالعه او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړو.
ورته مهال د سیالۍ ګډونوالو هم وویل: دا ډول پروګرامونه د زده کوونکو د سالم رقابت، هڅونې، علمي ظرفیت پیاوړتیا او د مطالعې دود عامولو په برخه کې مهمې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټوونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټوونکي ته یو عراده بایسیکل، دریم مقام ګټوونکي ته الفجر لاسي ساعت او تر اوولسم مقام ګټونکي ته نورې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شول.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS