د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شل کلن جهاد پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۴
...

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د صیاد ولسوالۍ د یوه ډلګي مشر مظفرالدین حقاني له لوري د امریکا او ناټو د اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد له دورې پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه اقدام د ستاینې ترڅنګ وویل: مجاهدینو او خلکو د هېواد د دفاع په لار کې ډېرې ستونزې او قربانۍ ګاللې دي او له هغې دورې څخه پاتې هر اثر او یادګار له ډېر تاریخي ارزښت څخه برخمن دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه اثار د هغو ورځو یاد تازه کوي، چې مجاهدینو او د دې خاورې خلکو د خپل وطن د دفاع لپاره هڅې او مبارزې کړې دي، د دغو اثارو او یادګارونو په سمه توګه ساتل د ټولو مسؤلیت دی، ترڅو راتلونکي نسلونه د خپل هېواد له تاریخ، د هېواد د دفاع په لاره کې له ترسره شویو هڅو، کوښښونو او سرښندنو څخه خبر شي.
ورته مهال د صیاد ولسوالۍ ډلګي مشر مظفرالدین حقاني وویل: دغه اثار له کلونو راهیسې له موږ سره پاتې وو او موږ یې د تیر جهاد یادګارونه ګڼو. همدارنګه هڅه کوو چې که نور اثار هم له موږ او زموږ له مجاهدینو ملګرو سره پاتې وي، هم یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارو، ترڅو هلته خوندي شي.

۱۴۴۸/۴/۲۲ ه‍ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شل کلن جهاد پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د صیاد ولسوالۍ د یوه ډلګي مشر مظفرالدین حقاني له لوري د امریکا او ناټو د اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد له دورې پاتې ۵۰ تاریخي اثار او یادګارونه وسپارل شول.
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاحر فراهي او د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۱۶
Background image

د ۱۷م ګڼې فرمان او د (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب منځپانګې په اړه ولسي غونډه وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په سرخرود ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼه فرمان او نوي تألیف شوي (اهل السنة والجماعة عقيده) کتاب د منځپانګې په اړه د. . .

BACK TO NEWS