زرنج ښار کې سلګونو تنو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي په موخه سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵
..

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه پوهاوي د هڅو په لړ کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه، چې د (خوښۍ، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو د مخنیوي) په موخه صادر شوی دی، د زرنج ښار کې سلګونو تنو زده کوونکو او طالب العلمانو ته د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام وویل: په دغه سیمینار کې د فرمان ټولې برخې او موخې ګډونوالو ته بیان شول او په ټولنه کې د فرمان د عملي کېدو د اهمیت په اړه لازم معلومات وړاندې شول؛ نوموړي له زده‌کوونکو څخه وغوښتل چې د ټولنې د اصلاح او د عامه پوهاوي په برخه کې خپل اغېزمن رول اداء کړي.
ښاغلي الهام زیاته کړه، چې د دغه پروګرام موخه د طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د اصیل فرهنګ عامول او په ټولنه کې د ناوړه دودونو او رواجونو د تدریجي له منځه وړلو لپاره د زمینې برابرول دي.
دغه راز د سیمینار ګډونوال وویل: د دا ډول علمي او د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول کولای شي د زده‌کوونکو او طالب‌العلمانو د دیني او ټولنیز پوهاوي د کچې په لوړولو، د مسؤولیت‌پالنې د روحیې په پیاوړتیا او د دیني او ټولنیزو مسایلو د لا ښه پېژندنې په برخه کې اغېزمن تمام شي.
همدارنګه ګډونوالو د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې هم د ورته علمي او عامه پوهاوي سیمینارونو لړۍ دوام ومومي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د یاد فرمان اړوند بروشورونه او سټیکرونه هم ووېشل شول.

۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS