د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جهادي اثارو د ساتنې موزیم رسماً پرانستل شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د یاد ریاست اړوند د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمد الله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني او د امارتي ادارو د یو شمېر رئیسانو په ملتیا د جهادي اثارو د ساتنې موزیم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیسته.
د کندهار د جهادي اثارو د ساتنې امر وویل: تردې مهاله له مختلفو ځایونو څخه ترسلو زیات جهادي اثار راټول شوي، چې له جملې څخه د انګریزي، روسي او امریکايې اشغالګرو غنیمت شویو اسلحو ترڅنګ د تېر شل کلن اشغال د بېلابېلو شهیدانو پاتې اثار هم په دې موزیم کې شتون لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د دي موزیم د غني کیدو لپاره د جهادي اثارو د راټولونې لړۍ به لاهم دوام ولري او دا مهال لیدونکي کولای شي چې له یاد موزیم څخه لیدنه وکړي.
۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق
