په جوزجان، میدان وردګو، ارزګان او لغمان ولایتونو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول
د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې او نور مواد چې د ناوړو ټولنیزو رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب او چاپ شوي، د جوزجان، میدان وردګو، ارزګان او لغمان ولایتونو اوسېدونکو ته ووېشل شول.
دغو پروګرامونو په لړ کې، د یادو معلوماتي موادو د وېش ترڅنګ، د یادو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو رواجونو په اصلاح کې د دغه فرمان د اغېزو او د اصیل فرهنګ په دودولو کې د عامه پوهاوي د رول په اړه خبرې وشوې او د ولسونو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغو پروګرامونو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او دغه پروګرامونه یې د ناوړه رواجونو د اصلاح او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
ورته مهال د دغو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړو رواجونو د لا ښه پېژندنې او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن وبلله
