د «اداري سیسټمونو او مراسلاتو سره د بلدتیا» اووه ورځنی پروګرام پای ته ورسېد

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۴
...

چهارشنبه (٣ د ربیع الثاني ١٤٤٨) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمریت له لوري  د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست ۳۴ تنو کارکوونکو ته د «اداري سیسټمونو او مراسلاتو سره د بلدتیا» تر عنوان لاندې اووه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و، چې نن پای ته ورسېد او ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
په دې مراسمو کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب‌الله نعمان، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د اهمیت، ارزښت او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:  دا ریاست د جهاد د میراثونو او آثارو د راټولولو او ساتنې په موخه رامنځته شوی، څو دغه جهادي آثار په سمه توګه راتلونکو نسلونو ته انتقال شي او هغوی د مجاهدینو او مشرانو له قربانیو او سرښندنو څخه خبر شي.
ښاغلي جمال زیاته کړه؛ په خپلو لاسونو د تاریخ لیکل، راتلونکي نسل ته د سم تاریخ وړاندې کول دي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کارکوونکو او مدیرانو د علمي کچې او ظرفیت لوړولو ته ژمن دی.
ښاغلي جمال له فارغانو وغوښتل چې د یاد روزنیز پروګرام زده کړې په خپلو اړوندو ادارو کې عملي کړي.
ورپسې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس د دغه روزنیز پروګرام له جوړېدو څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو لپاره ګټور او اغېزمن دي او د هغوی د وړتیاوو او ظرفیتونو په لوړولو کې مهم رول لري. نوموړي په راتلونکي کې د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام او جوړېدو هم ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب‌الله نعمان وویل: دغه پروګرام د اداري سیسټمونو او اداري مکتوبونو سره د کارکوونکو د بلدتیا، د کاري بهیرونو د ښه والي، د اداري مهارتونو د پیاوړتیا او د ورځنیو چارو په ترسره کولو کې د هغوی د اغېزمنتیا د زیاتوالي په موخه جوړ شوی و.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌ پاڼې هم ووېشل شوې.

١٤٠٥/٦/٢٥ ه ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د دولتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

د بادغیس او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دولتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

له فرهنګي فعالانو، شاعرانو او اديبانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار، ګڼ شمېر شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او د اړوندو بنسټونو له استازو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین. . .

BACK TO NEWS