د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې لا ښه همغږۍ ساتلو او له رسنیو سره پر وخت د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو شریکول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان وویل: د امارتي ادارو د فعالیتونو په اړه د کره، پر وخت او باوري معلوماتو شریکول د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لري. نوموړي پر ویاندویانو غږ وکړ، چې د خپلو ادارو اړوند مهم فعالیتونه، پروګرامونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره په منظمه توګه شریکې کړي.
نوموړي همداراز د رسنیو له استازو سره د مثبتو اړیکو پر ساتلو، د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت ځواب ویلو او د اطلاع رسونې په برخه کې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
ورته مهال، د ناستې ګډونوالو د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د اطلاعاتو پر وخت شریکولو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او له رسنیو سره د مناسبو اړیکو ساتلو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۳/۲۴ هـ ق
