د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۲۰
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د دې ولایت د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو او د یو شمېر سیاحتي، زیارتي او روغتیایي شرکتونو له مسؤلینو سره په کتنه کې د دوی د فعالیتونو، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي عزیزي وویل: سیاحتي، زیارتي او روغتیایي شرکتونه د هېواد د سیاحتي ظرفیتونو په معرفي کولو، د هېوادوالو د سفرونو په اسانتیا او مسافرو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې له یادو شرکتونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د اړوند امارتي ادارو او سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو ترمنځ همکاري او همغږي کولای شي، چې خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د هرات د تاریخي او فرهنګي جاذبو د لا ښه معرفي کولو زمینه برابره کړي.
ورته مهال د هرات د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس وویل: سیاحتي شرکتونه د مسافرو د لېږد او د سفر اړوندو د خدمتونو د اسانتیاوو برابرولو په برخو کې فعالیت کوي او د اړوندو ادارو همکاري کولای شي، چې د دغو شرکتونو د فعالیتونو په ښه والي کې اغېزمنه تمامه شي.
نوموړي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره د اتحادیې او د یادو شرکتونو ستونزې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۳/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS