د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پای ته ورسیده
یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي بنسټونو د پیاوړتیا، په لیکلارو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ادبي او فرهنګي معیارونو د لوړولو په موخه د ملي موزیم په تالار کې علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شوی و، نن د ژبو د طرحو چمتو کولو او ترتیب او د ګډونوالو له ستاینې سره پای ته ورسیده.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یاد وزارت رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او علومو اکاډمۍ استازو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د خلکو د فرهنګ رئیس قاري سیف الرحمن محمدي د ورکشاپ د ګډونوالو د هڅو او فعال حضور له امله مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل: افغانستان او افغانه ټولنه علمي، ژمنو او وړ کادرونو ته اړتیا لري او ګډونوال باید له خپلې پوهې، وړتیاوو او استعدادونو څخه د خلکو د خدمت او هېواد د پرمختګ په برخه کې ګټه واخلي.
وروسته د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د ژبو د املایي طریقې د یو شان کولو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ژبې بېلابېلې لهجې او د خبرو او لیکلو بېلابېل ډولونه لري او د یوې منظمې او همغږې املایي طریقې رامنځته کول اړین دي. د نوموړي په وینا، د دغه ډول علمي ورکشاپونو او ناستو جوړول کولای شي د نظرونو د تبادلې، په لیکدود کې د اختلافاتو د کمولو او د خلکو ترمنځ د یووالي او همدردۍ د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
د خپرونو چارو معین ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د پوهنتونونو د استادانو، څېړونکو، لیکوالانو او ژبپوهانو نظرونه ځانګړی اهمیت لري او هیله ده، چې د علمي شخصیتونو په همکارۍ به مطلوبې پایلې ترلاسه شي. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د علمي او فرهنګي همکاریو په دوام سره د ژبو د ودې او پیاوړتیا په برخه کې فعال رول ولوبوي.
دغه راز د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه لري او د ادبیاتو او فرهنګ په برخه کې هم مهم ګامونه اخیستل شوي دي. نوموړي د خلکو د یووالي او همدردۍ پر اهمیت په ټینګار سره وویل: د افغانستان دښمنانو تل هڅه کړې چې د افغانانو ترمنځ اختلافات او تفرقه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د یووالي او ورورولۍ د ساتنې لپاره هڅې کوي.
ښاغلي طیبي زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنانو تل د خلکو پر فرهنګ، دین او ژبې بریدونه کړي دي او د دغو ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره د ټولو علمي او فرهنګي کادرونو ګډې همکارۍ او هڅې اړینې دي او د افغانستان ابادۍ او پرمختګ د تاسو په څېر علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري.
همدارنګه دوکتور استاد روضت الله مجید، دوکتور استاد اجمل ښکلي، استاد محمدمعصوم هوتک، د پوهنتونونو استادانو او د ژبو عالي شورا غړو، د ژبو د املایي طریقې د یو شان کولو د طرحې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه طرحه د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو په ګډون او د نظرونو په همغږۍ چمتو او وروستۍ شوې او له علمي ارزونو وروسته لاسلیک شوې ده.
هغوی ټینګار وکړ، چې د دغې طرحې پلي کول کولای شي د لیکدود په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ، د املایي اختلافاتو د کمولو او د ژبو د پیاوړتیا او ودې لپاره اغېزمن تمام شي او په علمي، فرهنګي، ښوونیزو او رسنیزو برخو کې د ژبو د منظمې او همغږې کارونې زمینه برابره کړي.
په پای کې د ورکشاپ ګډونوال په ستاینلیکونو او ډالیو ورکولو سره وستایل شول.
