تخار کې سیاحانو ته د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۵۷
....

د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رستورانټونو له مسوولانو سره؛ بهرنیو سیاحانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ، پروګرامونو د څرنګوالي او د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح‌الله انصار وویل: په هېواد کې د سراسري امنیت له تأمینېدو سره تخار ولایت د بهرنیو او کورنیو سیاحانو لپاره په یوه مهم سیاحتي ځای بدل شوی دی. نوموړي له رستورانټونو مسؤلینو څخه وغوښتل چې د بهرنیو او کورنیو سیاحانو د سمې او منظمې مېلمه‌پالنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سیاحتي پالیسۍ او اصول مراعات کړي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د پروګرامونو د جوړولو پر مهال د اسلامي ارزښتونو او د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو پر رعایت ټینګار وکړ او د رستورانټونو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې سیاحانو ته د خدمتونو او اسانتیاوو په وړاندې کولو او د پروګرامونو په مدیریت کې جدي پاملرنه وکړي.
د رستورانټونو مسؤلینو هم خپلې نظریې او ستونزې شریکې کړې او له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره یې پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. هغوی د اړوندو پالیسیو او پرېکړو د رعایت لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړ.

۱۴۴۸/۳/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS