زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۹
..

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوي ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د یاد فرمان موخې او مهمې مادې ګډونوالو ته تشریح شوې او د ناوړه دودونو د مخنیوي، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د سالمې ټولنې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مديریت مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د یاد فرمان پیغامونه له نورو خلکو سره هم شریک کړي او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په برخه کې خپل مسؤولیت ترسره کړي.
په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره به له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۲/۱۷ ه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ګرځندوی صنعت د ارزښت او د سیاحتي جاذبو د پېژندنې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

 د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګرځندوی صنعت د ارزښت، د سیاحتي جاذبو د پېژندنې او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

د کاپي رایټ قانون د تطبیق او د لیکوالانو د حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۹
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د شاجوی ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS