د ګرځندوی، مالي او اداري معین په مشرۍ یو پلاوي د شهید ذبیح الله امیري د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ یو پلاوي بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس شهید ذبیح الله امیري د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي جمال، په دې مراسمو کې د شهید ذبیح الله کورنۍ ته تسلیت او ژوره خواخوږي وړاندې کړه او د نوموړي شهید کورنۍ او د پېښې ټپیانو ته یې د هراړخیزې مرستې ډاډ څرګند کړ، د ښاغلي جمال په وینا؛ د پېښې ټپیان به د درملنې په موخه کابل ته انتقال شي.
دغه راز د دغه سفر په لړ کې مولوي قدرت الله جمال د بدخشان ولایت له والي سره هم ولیدل او د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارو لا ښه تنظیم په موخه یې ورسره خبرې وکړې.
۱۴۴۸/۲/۱۷ هـ ق
