د ځوانانو چارو ریاست او (۳۰)خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۲۰:۲۴
....

سه شنبه د ( ۱۴۴۸ صفرالمظفر ۶مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست او د (۳۰) خصوصي پوهنتونونو ترمنځ زده کړیالانو ته د تخفیف په برخه کې  د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې لوی رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو، د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو استازو او خبریالانو ګډون کړی و. 

د جهادي آثارو د ساتنې لوی رئیس مفتي محمد طاهر احمد د ځوانانو چارو ریاست او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کول مثبت او د ستاینې وړ اقدام وباله او ویې ویل: ځوانان د ټولنې د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی شي او د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو رول خورا مهم دی.

ښاغلي احمد ټولو خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو په موخه ورته پروګرامونه زیات کړي د جهادي آثارو د ساتنې لوی رئیس په وینا؛ د ځوانانو چارو ریاست هڅې کوي، چې د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او کاري فرصتونو برابرولو په موخه له خصوصي سکتور سره ښه همغږۍ ولري.

دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران او د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو په ټولنه کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوانانو علمي ظرفیت لوړولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور ګډه همغږۍ او همکارۍ خورا مهمه ده، د دوی په وینا؛ ځوانان د ټولنې مهم قشر دی او د دوی علمي ظرفیت لوړول او پرمختګ سره ټولنه پرمختګ کوي او باید ورته چارې دوامداره اووسي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه هوکړه لیک کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې په شمول، د مورا، استقلال، ملي، هېواد، غرجستان، آریانا، سلام، افغان پامیر، شرق، اشنا، پیام، چراغ، خانه نور، رازی، زاول، غالب، فانوس، کاتب، کاروان، ګوهرشاد، میوند، ادراک، خاتم النبیین، دعوت، رابعه بلخي، جهان، باختر، مهمان پوهنتونونو او رازي انسیټیټوټ شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د جهادي اثارو د وېب سایټ پرانیسته او د یو شمیر چاپ شويو کتابونو مخکتنه وشوه

‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د وېب سایټ پرانیسته او د یاد ریاست له لورې د پنځه عنوانه چاپ شویو کتابونو مخکتنه وشوه
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یو شمېر هنرمندان وستایل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د هنرستان ریاست له لوري د نقاشۍ، خطاطۍ او میناتورۍ هغه هنرمندان په ستاینلیکونو او نغدي ډالیو وستایل شول، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت. . .

BACK TO NEWS