د هوټلونو د دولتي شرکت عالي شورا غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د هوټلونو د دولتي شرکت د عالي شورا غونډه نن په دغه وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د ماليې او اقتصاد د وزارتونو، د هوټلونو د دولتي شرکت او د جمهوري رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ د رياست استازي ګډون کړي و او د غوڼدې غړو د هوټلونو د دولتي شرکت د روان کال د مالي پلان د تصويب، د تېرکال له پوله د سپين غر او د هرات هوټلونو د بريښنا د لګښت د پيسو د ورکولو د څرنګوالي، د تصدي کارکونکو ته له تشويقي صندوق څخه د ١٣٩٨ کال د بيلانس د اجرا کولو او له واحدې منبع څخه د سپين غر هوټل د ديوال د جوړولو د قرار داد د ورکولو د موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او لازم تصميمونه يې ونيول.
کابل/ د غويي ٧ مه/ باختر
