ګرمسېر کې شانداره مشاعره ترسره شوه
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند آمیراغا سیمه کې د یادي ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره مشاعره ترسره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر مرستیال ولسوال ترڅنګ علماء کرامو، د یادې ولسوالۍ د ادبي بهیر مسؤلینو، د ادب او فرهنګ مينوالو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی و.
په دې مشاعره کې ګډونوالو د خپلو شعرونو له لارې د اسلامي نظام د ملاتړ، د دين او وطن دوستۍ، اخلاص، صداقت او انسانيت پيغامونه ولسونو ته د شعر په ژبه وړاندې کړل، چې د ولسونو له لوري یې تود هرکلی وشو.
په مشاعره کې د ګرمسېر د ادبي بهیر په استازیتوب مولوي محمدولي محبت وویل: دغه ډول ادبي غونډې او مشاعرې د ټولنيز شعور او فرهنګ د پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي او موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته پروګرامونو جوړولو کې همکاري وکړو.
همداراز نوموړي ځوانانو ته وویل: د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د سنتو د را ژوندي کولو تر څنګ د خپل افغاني فرهنګ او دودونو د عامولو لپاره دې هم هڅه وشي.
۱۴۴۸/۱/۱۹ هـ ق
