بغلان کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۱۶
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو رسولو د بهیر د ښه والي په موخه، له خبریالانو، د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له رسنیو څخه ملاتړ څرګند کړ او د مسلکي او معیاري راپورونو پر چمتو کولو یې ټینګار وکړ. نوموړي د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو څخه وغوښتل چې معلومات او پېښې پر خپل وخت له خبریالانو سره شریکې کړي، ترڅو د معلوماتو رسولو بهیر چټک او اغېزمن شي.
د غونډې په پای کې، د رسنیو او د امارتي ادارو یو شمېر استازو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ژمنه یې وکړه.

۱۴۴۸/۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند آمیراغا سیمه کې د یادي ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره مشاعره ترسره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ریاست اړوند له ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۲۶۰ ځوانان د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ویناوالۍاو خطاطۍ له درې میاشتني ټولګو څخه فارغ او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

بغلان کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو رسولو د بهیر د ښه والي په موخه، له خبریالانو، د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او د خبریالانو ملاتړو. . .

BACK TO NEWS