محمد طاهر زهير د سولې په خبرو کې د هېواد د رسنیزې ټولنې د استازي پر ګډون ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۰:۴
محمد طاهر زهير د سولې په خبرو کې د هېواد د رسنیزې ټولنې د استازي پر ګډون ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د افغانستان د “بيان آزادۍ څېرې” او د “بيان آزادۍ کور” د موجودیت د اعلام په مراسمو کې چې پرون په کابل سرينا هوټل کې ترسره شول؛ د سولې په خبرو کې د هېواد د رسنیزې ټولنې د استازي پر ګډون ټينګار وکړ.
محمد طاهر زهير په دغو مراسمو کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د اروپا ټولنې سفير اندريس وان براند، د ملي شورا يو شمېرغړیو، د مدني ټولنې فعالانو، د رسنیزو شهيدانو کورنيو او خبريالانو پکې ګډون لاره؛ د هېواد د رسنیزو شهيدانو روح ته دعا وکړه او د هغوى له کورنيو سره يې خواخوږي او غمشريکي وکړه.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو شهيدانو درناوى کوي او د هېواد د خبريالانو او د بيان آزادۍ ملاتړ کوي.
زهير زياته کړه: که چېرې د سولې خبرې دوام کوي؛ د هېواد د رسنیزې ټولنې استازى بايد پکې ګډون ولري.
هغه ټينګار وکړ چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې يوه مهمه لاسته راوړنه د بيان آزادي او د بېلابېلو رسنيو وده ده، هم حکومت او هم غير حکومتي بنسټونه د بيان آزادۍ او د خبريالانو د حقه حقونو دفاع کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خبريالانو د ښارګوټي او د بيان آزادۍ د مډال پر جوړولو ټينګار وکړ او ويې ويل: که چېرې موږ د بيان آزادۍ مډال ولرو؛ کولاى شوو هر کال هغو خبريالانو ته چې معيارونه بشپړ کړي او په اطلاع رسونه کې ښه وځلېږي؛ د اطلاع رسونې او د بيان آزادۍ په برخه کې د ډېر عالي مډال په توګه هغوى ته ورکړو.
په دغو مراسمو کې دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټرعبدالله عبدالله او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفير اندريس وان براند هم د سولې بهير او د ټولنې په پرمختيا کې د رسنيو د نقش پر اړوند خبرې وکړې او د افغانستان له خبريالانو او بيان آزادۍ سره يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
وروسته د پژواک خبري آژانس رييس او د بيان آزادۍ د کور يو مسوول دانش کړوخېل د داورانو پلاوي کاري رپوټ چې بايد د بيان آزادۍ څېره يې تثبيت کړې واى؛ وړاندې کړ او ويې ويل چې د مشخصو معيارونو پر بنسټ د طلوع ټلويزيون خبرياله انيسه شهيد د افغانستان د بيان آزادۍ څېره پېژندل شوې ده.
ډاکټرعبدالله عبدالله، محمد طاهر زهير او په افغانستان کې د اروپا اتحاديې سفير د افغانستان د بيان آزادۍ د څېرې تنديس هغې ته ورکړ.
همدارنګه د بيان آزادۍ د څېرې لقب پر معنوي وياړ سربېره، ۵۰۰۰ ډالر نغده جايزه هم لري.
دغه راز په دغو مراسمو کې د بيان آزادۍ کور هم خپل شتون اعلام کړ.

کابل/ د وري ۲۹ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS