په کندز کې د "ریدي ګل" مشاعره جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۲:۷
په کندز کې د "ریدي ګل" مشاعره جوړه شوه

په کندز کې پرون د “ریدي ګل” تر نامه لاندې مشاعره جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مشاعره د کندز د ښاروالۍ په چمن کې د پسرلي ادبي ټولنې بنسټ د د دولتي ادارو د رییسانو، د مدني ټولنې د فعالانو، فرهنګیانو، ځوانانو او خبریالانو په ګډون جوړه کړه.
د مشاعرې په دغو مراسمو کې د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالشکور قدردان وویل چې د پسرلي ادبي او فرهنګي بنسټ د کندز په کچه یو مخکښ فرهنګي بنسټ دی چې هر کال په پسرلي کې د “ریدي ګل” ترنامه لاندې مشاعره جوړوي.
په دې غونډه کې د کندز د مرکز او ولسوالیو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې ګډونوالو یې هرکلي وکړ.
کابل/ د وري ۲۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS