د امير علي شير نوايي د افکارو د بياکتنې نړيوال سمينار پاى ته ورسېد
په هرات ښار کې د امير علي شير نوايي د افکارو د بيا کتنې د نړيوال سمينار کار پرون د يو پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د سمينار کار وڅېړه او د سمينار د جوړولو له کمېسيون او له ټولو هغو کسانو څخه چې په يوډول نه يوډول په دې بهير کې ونډه اخستې ده، مننه وکړه .
سمينار په لسو مادو کې د يو پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېد.
کابل/ د وری ۲۰ مه/ باختر
