د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو استازو لپاره درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۳۷
..

سه شنبه(۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ له لوري چې د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیو کارکوونکو او استازو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل کړی و، نن پای ته ورسېد.
مسوولینو د دغه سیمینار موخه د کارکوونکو د علمي ظرفیت لوړول، د خدمتونو د معیاري کولو لپاره د اصولو او معیارونو معرفي کول، مراجعینو ته د خدمتونو کیفیت لاښه کول، د مدیریتي، ارتباطي او عملي مهارتونو پیاوړي کول او له قوانینو، مقرراتو او مسلکي اخلاقو سره بلدتیا یاده کړه.
د سیمینار د پای مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د افغان ټور امارتي شرکت رئیس حاجي محمد نبي بهاء، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرکزي ریاستونو رئیسانو، د امارتي ادارو مسؤلینو، د سیاحتي، روغتیايي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو او اتحادیو استازو، د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال سیاحت د هېواد د اقتصاد مهمه برخه وبلله او ویې ویل: د سیاحت په برخه کې داسې پلانونه تر کار لاندې دي چې د سیاحت سکتور د پراختیا لامل به شي. نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان یو اسلامي، مېلمه پال او له تاریخي او تفریحي ځایونو ډک هېواد دی، نو له بهرنیو سیلانیانو سره باید ښه چلند وشي او د افغانستان اصلي څېره هغوی ته ور وپېژندل شي. ښاغلي جمال د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپل خدمات لامعیاري کړي.
همدارنګه، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: افغانستان زرګونه تاریخي، تفریحي سیمې او بې سارې طبیعي جاذبې لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو ارزښتونو معرفي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی، سیاحت هم اقتصادي سرچینې لري او هم د تاریخ او فرهنګ د پېژندنې سبب ګرځي. ښاغلي عزیزي د سیاحتي شرکتونو له مسوولینو څخه وغوښتل چې له سیلانیانو سره نېک اخلاق وکړي، ترڅو هغوی ترې اغېزمن شي، نړیوالو ته د افغانستان ښه انځور وړاندې کړي او بیا ځلې افغانستان ته سفر وکړي.
د سیاحتي، روغتیایي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. هغوی همدارنګه د ظرفیت لوړونې د روزنیزو سیمینارونو د دوام او زونونو ته د پراختیا غوښتونکي شول.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د سیاحتي، روغتیایي، زیارتي او حج او عمرې شرکتونو مسوولینو او استازو ته تصدیق‌پاڼې هم ورکړل شول.

۱۴۰۵/۲/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS