نورستان کې د خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱
..

یاده ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل، ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنيو پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ چې رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو د پل حيثيت لري، مثبت افکار د رسنیو له لارې پراختیا مومي او رسنۍ ولس ته ښه ذهنیت ورکولو په برخه کې مهم رول لري.
د نوموړي په وينا؛ اسلامي امارت د افغانانو د هيلو پوره کوونکی نظام دی او ټولو ته پکار ده، چې د نظام دفاع او ملاتړ وکړي. هغه خبریالانو ته سپارښتنه وکړه، چې باید د واقعیتونو په خپرولو او د ناسمو تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې پوره هڅې وکړي.
دغه راز د نورستان ولایت مقام ویاند د خبریالانو فعاليتونه وستايل او له دوی څخه یې مننه وکړه، چې تل يې د ولايتي ادارې فعالیتونه رسنیز کړي دي، نوموړي خبریالانو سره د پوره همکاریو ژمنه وکړه.
په ناسته کې یو شمیر خبریالانو خپل نظرونه، ستونزي او وړاندیزونه هم شریک کړل چې د مسؤلینو له خوا وړاندیزونو ته د رسیدو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

BACK TO NEWS