(د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ګڼ شمېر خبریالانو ته (د اسلام په تاریخ کې د ژورنالیزم ارزښت) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: رسنۍ د حقیقت د بیانولو مهمه وسیله ده او خبریالان باید د خبرونو په خپرولو کې له دقت، صداقت او رښتینولۍ څخه کار واخلي.
سیمینار کې نورو وینا والو هم د ژورنالیزم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: لکه څنګه چې امنیتي ځواکونه د هېواد له پولو څخه دفاع کوي، همداسې خبریالان هم د رسنیو له لارې د حقایقو په خپرولو او د اسلامي ارزښتونو په دفاع کې مهم رول لري.
سیمینار کې ویناوالو ژورنالیزم د حقیقت، عدالت، پوهاوي او اصلاح مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د خلکو د خیر او سالم فکر د خپرولو لپاره وکارول شي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
