تخار کې د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د ودې تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د ودې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې پکې یو شمېر علماوو، د پوهنتون استادانو، فرهنګيانو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د مطالعې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: مطالعه د انسان د ژوند له اساسي برخو څخه ده او انسان د مطالعې او تفکر له لارې زده کوي چې څنګه د ستونزو پر وړاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي او خپل او د نورو انسانانو ژوند لا هوسا او سوکاله کړي.
نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د انټرنېټ او ځیرک ټیلیفون د ناسم استعمال پر ځای، د دیني او معاصرو آثارو مطالعې ته مخه کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مطالعې د ارزښت په اړه وویل: د هېڅ تمدن تاریخ له کتاب او لیکنې خالي نه دی؛ فرهنګونه له کتاب سره پیلېږي او په کتاب وده کوي، د اسلام دین له کتاب څخه تر ټولو ډېره ګټه اخیستې ده تر دې چې د حضرت محمد(ﷺ) رسالت د (لوستلو) په امر پیل شو او الله تعالی د هغه(ﷺ) تلپاتې معجزه د قرآن کریم په څېر د کتاب په بڼه نازله کړه.
ښاغلي صمیم ژمنه وکړه، چې د دې ولایت د ځوانانو او فرهنګيانو د پوهاوي په موخه به په راتلونکې کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون د تجهیز او د علمي سیمینارونو د جوړولو لپاره لا ډېرې هڅې وشي.
۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
