محمد طاهر زهير: د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه بايد د سترګو د کسي په څېر وساتل شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۵:۳۶
محمد طاهر زهير: د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه بايد د سترګو د کسي په څېر وساتل شي

د اطلاعلاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د رپوټ ورکولو په غونډه کې ټينګار وکړ چې د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه بايد د سترګو د کسي په شان وساتل شي.

د باختر آژانس خبريال د  خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو، سلاکارانو او مسوولينو په ګډون د دغه وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوه؛ د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د خپلو اړوندو رياستونو د تېر يو کال کارونو، برياليتوبونو او فعاليتونو رپوټ وړاندې کړ.

په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د کارونو چې په لږو امکاناتو یې ازرښتناک خدمتونه ترسره کړي دي، قدرداني وکړه.

هغه څرګنده کړه: په آرامه فضا کې او زياتو امکاناتو سره هر څوک کار کولاى شي او تاسو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان چې په لږو امکاناتو سره خدمت کوئ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان خلکو ته د وياړ او درناوي وړ ياست.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هغې ناڅیزې بوديجې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ځانګړې شوې ده؛ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د فرهنګ برخې ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده او دغه وزارت هلې ځلې کوي چې فرهنګ له څنډې څخه متن ته راوړي.

هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همدغو ناڅيزو امکاناتو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو د اغېزمنو پروګرامونو او کارونو بشپړ ملاتړ کوي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د يوشمېر تاريخي آبدو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې، ترميم او بيارغاونې په خاطر د هېواد د جمهوررييس د ملاتړ يادونه  وکړه او څرګنده يې کړه چې د هېواد زياتره تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه ساتنې، ترميم او بيارغاونې ته اړتيا لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد تاريخي آبدې او فرهنګي ميراثونه        د تاريخي هويت او هم د هېواد د اقتصادي ارزښت له پلوه مهم وبلل او ټينګار يې وکړ چې د هېواد فرهنګي او تاريخي شتمنۍ بايد د سترګو د کسي په څېر وساتل شي.

همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان رييس عبدالمقيم افغان د دې غونډې د موخو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د حساب ورکولو او شفافيت  فرهنګ رواجول، د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزي ادارو ترمنځ همغږي، د تجربو تبادلې او له یو بل سره د مرکز او ولايتونو د رييسانو او مسوولينو بلدتيا د دغې غونډې موخې دي.

وروسته د يوشمېر ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو په وار سره د تېر يو کال  د کارونو، برياليتوبونو او فعاليتونو او دغه راز د خپلو اړوندو بنسټونو د راتلونکو پروګرامونو په اړه رپوټ وړاندې کړ.

په همدې ترتيب هغوى د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو ستونزې، د امکاناتو کمښت، تاريخي آبدو، فرهنګي ميراثونو او د ګرځندوی ساحو ته پاملرنه او د کار مخې ته  پرتې ننګونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.

هغوى د ستونزو د لرې کولو او د چارو د ښه والي په اړوند خپل وړانديزونه، طرحې او نظريې بيان کړې او د ستونزو په لرې کولو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د رپوټ ورکولو غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان رياست په نوښت او له ولايتونو سره د همغږۍ  آمريت په همکارۍ جوړه شوې ده؛ سبا هم دوام کوي.

کابل/ د وري ۱۱مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS