د کتاب نړیوالې اوونۍ په مناسبت بغلان کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۵:۲۹
..

د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پوهنې ریاست په همغږۍ، د کتاب نړیوالې اوونۍ په مناسبت په پلخمري ښار کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتونونو مدیر وویل: دغه نندارتون د فرهنګیانو، قلموالو، استادانو او د لسګونو ښوونځیو زده‌کوونکو په ګډون پلخمري ښار کې ترسره شو.
د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر د مطالعې او کتاب لوستلو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل چې د درسي مضامینو ترڅنګ د نورو کتابونو مطالعې ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو یې د معلوماتو کچه لوړه شي.
دغه راز د بغلان د فرهنګپالانو له ډلې یو تن د دې پروګرام د جوړېدو ستاینه وکړه او د ولایت په کچه یې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د پلخمري د عامه کتابتون ترڅنګ، د بغلان ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه فعال دي او هره ورځ لسګونه کسان د مطالعې په موخه ورته مراجعه کوي.

۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS