پنجشېر کې د (بامیان) په نوم یوه نوې لرغونې سیمه کشف او ثبت شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۹
...

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي؛ چې د دې ریاست رئیس له مل پلاوي سره د عنابې ولسوالۍ اړوند سیمو ته د (بامیان) په نوم د یوې نوې کشف شوې لرغونې سیمې د ثبتولو په موخه سفر کړی دی.
د مسؤلینو په وینا؛ دغه سیمه د زمانکور په کلي کې موقعیت لري او د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، تاریخي مخینه یې د اسلام له دورې وړاندې زمانو ته رسېږي.
د لومړنیو څېړنو له مخې ښيي چې دا ځای د کوشاني دورې یو له نظامي ځایونو څخه وي، چې د ورېښمو لارې او د شمال او جنوب ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ د امنیت لپاره ترې استفاده کېده.
مسؤلینو زیاته کړه، چې له دې وړاندې هم د پنجشېر درې په بېلابېلو برخو کې ورته لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس ټینګار وکړ، چې د مسلکي څېړنو لپاره اړینه ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د لرغون‌ پېژندونکو یو پلاوی دې سیمې ته واستول شي.

۱۴۴۷/۱۱/۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS