د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۴۸
..

د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څلورمې دورې زده کوونکو فراغت غونډه د یو شمېر علماوو کرامو، فرهنګپالانو او ځوانانو په شتون کې د دې ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې په دې پروګرام کې ۲۰۵ تنه زده کوونکي د ‏کمپیوټر او انګلیسي ژبې له درې میاشتنۍ روزنیزې دورې بشپړولو وروسته فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې د ځوانانو رول حیاتي وباله او ویې ویل: دغه روزنیز ټولګي د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوي وو. مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې له برابرو شویو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او د ټولنې او هېواد د خدمت په برخه کې هڅې وکړي.
 ګډونوالو هم د وړیا زده کړو له ترلاسه کولو څخه خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه دې په راتلونکي کې په دوامداره او پراخه توګه جوړ شي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS