محمد طاهر زهير: هيله لرم ١٤٠٠ کال د فرهنګ د غوړېدو او په هېواد کې د دايمي او سراسري سولې د تامينولو کال وي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۵:۱۲
محمد طاهر زهير: هيله لرم ١٤٠٠ کال د فرهنګ د غوړېدو او په هېواد کې د دايمي او سراسري سولې د تامينولو کال وي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ١٤٠٠ کال د پيل په مناسبت د کابل د چهلستون مانۍ په تالار کې يوه پرتمينه غونډه جوړه کړه .
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې ؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو، سلاکارانو او رييسانو او د فرهنګي او مدني ټولنې د بنسټونو د يوشمېر مسوولينو په ګډون جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د١٤٠٠ کال په مناسبت يوځل بيا د غونډې برخه والو او د افغانستان ټولو خلکوته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې نوی کال په افغانستان کې د فرهنګ د غوړېدو کال وي.
محمدطاهر زهير د ١٤٠٠ کال د نوروز جشن په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه وزارت په دې کال کې د سيمينارونو، نندارتونونو او نورو فرهنګي پروګرامونوپه ګډون سل فرهنګي پروګرامونه طرحه کړي دي او جوړوي يې.
هغه زياته کړه چې د هېواد د جمهور رييس د لارښوونې له مخې د ١٤٠٠ کال نوروز د جمهوري رياست په ارګ او د هېواد په ټولو ولايتونو کې د بېلابېلو فرهنګي پروګرامونو په ترسره کولو سره ونمانځل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: هيله لرم ١٤٠٠ کال د فرهنګ د غوړېدو او په هېواد کې د سراسري او دايمي سولې د پيل کال وي.
هغه څرګنده کړه چې دولتونه خپلو خلکو ته د خوښيو د رامنځته کولو په خاطر پروګرامونه جوړوي او خوښي او خوشحالي خلک له ستړيا څخه ژغوري او د فعاليت، پرمختګ او تحرک خوا ته یې بیایي او د ودې او پرمختګ سبب کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د نوروز جشن د جوړولو له کمېسيون او له هغو وزارتونو او بنسټونو څخه چې د نوروز لرغونې جشن د نمانځنې د پروګرامونو په جوړولو کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کړې ده قدرداني او مننه وکړه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د نوروز جشن د جوړولو د کمېسيون مسوول عبدالمنان شيواي شرق د دغه کمېسيون د غړو او د هغو بنسټونو په تېره بيا د امنيتي او دفاعي ځواکونو چې د نوروز جشن په جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده مننه وکړه.
هغه هیله وکړه چې نوی کال د فرهنګي ودې او پرمختيا او د افغانستان د خلکو لپاره د سولې او امنيت کال شي.
وروسته د کابل ښاروالۍ معين څېړنوال محمد فاضل شريفي په خپلو خبروکې د ١٤٠٠ کال د نوروز جشن په مناسبت د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې کابل ښاروالۍ د ښار د سمسورتيا او ښکلا په مقصد په کابل ښارکې نيالګي کينولي دي.
هغه وويل: په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښاروالۍ په نوښت د ښاري بسونو د فعاليت شاهدان واوسو.

دغه راز په دې غونډه کې د ١٤٠٠ کال د نوروز جشن په مناسبت د سوداګرى او صنايعو وزارت پيغام د دغه وزارت سلاکارې هیلې ارشاد ولوست.
د دغې غونډې په بهير کې د موسيقي رياست هنرمندانو د موسيقي ټوټې او د ملي تياتر ممثلانو تمثيلي ټوټې اجرا کړې.
د يادونې وړ ده چې له دغو مراسمو مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د باختر اطلاعاتي آژانس ځانګړی انځوریز نندارتون او دغه راز د لاسي صنايعو نندارتون په چهلستون بڼ کې پرانست او د سرکس هنرمندانو د سرکس نندارې او ورزشکارانو ورزشي نندارې اجرا کړې.

کابل/ د وري ٤ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS