د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل دویمې ناحیې څخه څارنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې ناحیې ده افغانان سیمې اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري وليګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او له هټیوالو او کسبهکارانو څخه یې وغوښتل چې د خپلو لوحو د محتوا په ترتیب او تنظیم کې پوره پاملرنه وکړي.
ښاغلي جواد ټینګار وکړ، چې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت له احکامو او د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو سره سمې ترتیب شي، باید له هغو انځورونو او غیرشرعي مطالبو څخه ډډه وشي، چې د خلکو ذهنونه مغشو کوي او ملي ژبو، فرهنګي ارزښتونو او د لوحو منظم والي ته جدي پاملرنه وشي. همدارنګه باید د هغو لوحو له نصب څخه مخنیوی وشي چې د ترافیکي لید یا د فرهنګي او تاریخي آثارو لید کې خنډ ګرځي.
ښاغلي جواد په دې مهمې برخې کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ په دې ملي بهیر کې د ګډ مشارکت له لارې کولای شو د ښار لوحې منظمې او ښکلې کړو.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۳۴۵ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.
۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق
