ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او انلاین عاید ترلاسه کولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۱
..

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تهذیب ښوونیز او پراختیایي موسسې په همکارۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ته (د ژوند مهارتونه) په نوم اوونیز سیمینار وړاندې شو.
د مسؤلینو په وینا له دغه روزنیز سیمینار څخه موخه ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او انلاین عاید ترلاسه کولو روزنه ورکول او د ځوانانو فکري وړتیاوو لوړول وو.
دوی زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړولو ملاتړ دی او هڅې کوي، چې د ښوونیزو بنسټونو په همکارۍ د ځوانانو د فکري او ټولنیزې ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د سیمینار ګډونوال وویل: په یاد سیمینار کې نه یوازې د وړاندې شویو موضوعاتو له علمي اصولو سره بلد شول، بلکې په عملي فعالیتونو، ډله‌ ییزو بحثونو او تمرینونو کې یې هم فعاله ونډه واخیسته.

۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS