د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په بدخشان کې ونمانځل شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۷
د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په بدخشان کې ونمانځل شوه

د ملي پانګې په توګه د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ پرون د بدخشان په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوه؛ د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار وويل: هغه څه چې د منقولو او غيرمنقولو ميراثونو په توګه بشر ته په ميراث پاتي دي؛ فرهنګي ميراثونه ويل کېږي چې په لومړي ګام کې ساتل یې د خلکو او ټولنې دنده ده او په دويم ګام کې دولت د هغو پر ساتنې مکلف دى.
هغه وويل چې د نړۍ مبارزه د فرهنګ د واکمنۍ په شان ده چې د خوړو او جامو او د اووه ډوله سيمه یيزې موسيقۍ تنوع له نيکونو په ميراث پاتې دي، د فرهنګ يوه برخه ګڼل کېږي.
هغه زياته کړه: پرله پسې جګړو او د مافيا شتون د دې سبب شوي دي چې فرهنګي ميراثونه په ډېره لوړه بيه په تورو بازارونو کې وپلورل شي چې له دې جملې څخه د بدخشان د ميراثونو تاريخ د دغه ولايت د فرهنګ مهمه برخه ده چې د مافيا له خوا پلورل شوې ده او اوس د هندوستان په کتابتون کې موندل شوى دى.
هغه وويل: د دې اړتيا ده چې خلک د خپلو فرهنګي ميراثونو ساتنه وکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوازې توګه دغه کار نشي کولی.
د بدخشان د والي استازي محمد ابراهيم صارم وويل چې د ولايت مشرتابه هغه څه چې په توان کې لري، د تاريخي آثارو او آبداتو د ترميم او بيارغاونې او د دغه ولايت د بومي فرهنګي ودې په برخه کې هلې ځلې وکړي او هغه د خمچان ښار، قلعه ظفر، د خرقې جومات، مير يار بيک، په يمګانو کې د ناصر خسرو د آرامګاه او د پل خشتي د تاريخي آبدو يادونه وکړه او د دغه ولايت له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د بدخشان د سيمه یيز حکومت ترڅنګ د تاریخي آثارو او آبداتو د ساتنې او د بومي فرهنګ په وده کې يو بل ته لاسونه ورکړي.

کابل/ د کب ۲۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

BACK TO NEWS